تازه خبرونه

له افغانستان سره د نړۍ بېلابېل چلند خلک زیانمن کړل

امیر خان متقي په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د کډوالو د راستنېدا د بهیر مدیریت، د روږدو کسانو درملنې، له بېوزلۍ او بې کارۍ سره مبارزې، د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي او بزګرانو ته د مخدره توکو د بدیل کښت په اړینو برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د سکټوري وزارتونو او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ په پېنځمه غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پر دوه ګونو اړیکو سخته نیوکه وکړه.

امیر خان متقي په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د کډوالو د راستنېدا د بهیر مدیریت، د روږدو کسانو درملنې، له بېوزلۍ او بې کارۍ سره مبارزې، د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي او بزګرانو ته د مخدره توکو د بدیل کښت په اړینو برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې؛ سره له دې، چې مالي محدودیتونه روان دي اسلامي امارت توانیدلی، چې د دې ننګونو یوه لویه برخه حل کړي؛ خو نړیوالې مرستې د دې بهیر د اغېزمن پرمختګ لپاره کافي ندي.

د نړیوالې ټولنې پر دوه ګونو کړنو د نیوکې تر څنګ هغه ویلي، چې له سیاسي مسلو سره د بشري مسلو تړل د افغانانو پر ژوند منفي اغېز لري.

متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو د نیوکې پر مهال زیاته کړې: سره له دې، چې هېواد یې نړیوالې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو د دغو ادارو په رسمي غونډو کې د افغانستان استازي ګډون نلري.

د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، چې د سیاسي ملاحظاتو له کبله افغانان له اړینو مرستو او همغږۍ بې برخې دي.

هغه ټینګار کړی؛ په ټول افغانستان کې د بشري مرستو د وېش لپاره زمینه برابره ده او دا مرستې باید په داسې ډول اداره شي، چې د خلکو پر ژوند مثبت او تلپاتې اغېز ولري.

امیر خان متقي پر پاکستان د نیوکې پر مهال وویل: دوی په داسې حال کې، چې افغانان له خپلو کورونو وباسي؛ خو هېواد ته یې د راستنېدا لارې هم بندوي.

Trending

Exit mobile version