تازه خبرونه
له افغانستان سره مو د اړیکو بنسټ د خلکو تر منځ اړیکې دی – هند
د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیام جې شنکر د قزاقستان په مرکز استانه کې له کازینفورم خبري سرچینې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې نوی ډیلي د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو، اړینو درملو او کرنیزو افت وژونکیو توکو په ګډون د بشري مرستو په برابرولو کې ملاتړ کوي.
د هند بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند د تاریخي اړیکو په اړه په خپلو خبرو کې ویلي؛ د خلکو تر منځ اړیکې مو د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ جوړوي.
د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیام جې شنکر د قزاقستان په مرکز استانه کې له کازینفورم خبري سرچینې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې نوی ډیلي د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو، اړینو درملو او کرنیزو افت وژونکیو توکو په ګډون د بشري مرستو په برابرولو کې ملاتړ کوي.
هغه ویلي: په هند کې مونږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو او دا له خلکو سره د خلکو اړیکه په حقیقت کې زمونږ د اړیکو بنسټ دی. فکر کوم هغه اندېښنې، چې د شانګهای ټولنې په سرمشریزه کې راپورته شوي بدې ندي او مونږ هڅه کوو، چېورته لاسرسی ومومو؛ اوس نه، بلکې د کلونو په اوږدو کې: د نورې پراختیا له لارې، د بشري مرستو له لارې، د وړتیاوو لوړولو او نورو هڅو له لارې لکه سپورټ؛ ځکه، چې پر خلکو هڅونکی اغېزه لري.
جې شنکر زیاته کړې، چې افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې ستونزې لري او هند د دې هېواد خلکو ته غنم برابر کړي دي.
هغه وایي: د ملخانو برید رامنځته شو، مونږ دوی ته آفت وژونکي توکي ورکوو. مونږ مرسته، ملاتړ او ګې هڅې کړې دي. د ورځې اجنډا د خلکو ترمنځ اړیکې دي. مونږ باید پر هغه لار، چې روان یوو؛ تم نشو.
د شانګهای همکاریو ټولنې غونډه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د سیمې د هېوادونو د مشرانو په شتون کې د استانې پر چوربتوب تر سره شوه.
اړوند خبرونه:
د هند د بشري مرستو درېیمه ټولګه کابل ته راورسېده
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
