تازه خبرونه

له افغانستان سره مو سوداګري روانه ده – هند

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.

Published

on

د هند حکومت د سې شنبې پر ورځ(د مرغومي درویشتمه ) د ځینو پاکستانيو ټولنیزو رسنیو دا ادعاوې رد کړِې، چې ګویا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري په ایران کې د ناکراریو له کبله ځنډول شوې او دا راپورونه یې دروغ او ګمراه کوونکي وبلل.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.

د دې ادرې په یوه پیغام کې لیکل شوي: “د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو له‌خوا یو جعلي لیک خپریږي او پر دروغو ادعا کوي، چې هند په ایران کې د ناکراریو د شدت له کبله له افغانستان سره خپله سوداګري لننډمهاله ځنډولې ده.”

د هند حکومت ټینګار کړی؛ په دې اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او له افغانستان سره سوداګریز عملیات په عادي ډول روان دي.

Trending

Exit mobile version