تازه خبرونه

له افغانستان سره پوله یو اړخیزه نه‌ساتل کیږي- پاکستان

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن (دوشنبه د زمري پېنځلسمه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په نړۍ کې هیڅ پوله ان د امریکا او مکسیکو پوله هم په بشپړ ډول نه کنټرولیږي.

Published

on

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې له افغانستان سره په یو اړخیزه توګه د پولې ساتنه نشي کولی او افغان حکومت باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان یو شمېر سیاسي څېرو تل د دغه هېواد امنیتي بنسټونه د بریدونو د عاملینو په مخنیوي کې پر پاتې راتلو تورن کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن (دوشنبه د زمري پېنځلسمه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په نړۍ کې هیڅ پوله ان د امریکا او مکسیکو پوله هم په بشپړ ډول نه کنټرولیږي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان دومره پیسې، ټکنالوژي او ډرون نلري، چې د پولې په بشپړه توګه څارنه وکړي.

چوهدري ادعا کړې، چې افغان حکومت پاکستان ته د قاچاق او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي اراده نلري.

هغه وایي: مونږ د پاسپورټ او ویزې پالیسي پلي کوو؛ خو هلته دا اراده شتون نلري.

د پاکستان د پوځ ویاند دا هم ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله له ۱۴۰۰ زیاتې امنیتي پوستې لري. په داسې حال کې، چې افغانستان یوازې ۲۰۰ پوستې لري.

هغه ويلي: ان د ډزو او له هغه لوري څخه د نورو لارو چارو پر کارولو قاچاق او غير قانوني تګ راتګ اسانوي. د کومو دوه هېوادونو ترمنځ په پوله کې دا ډول پېښې ترسره کېږي؟

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې د بريدونو ريښې په افغانستان کې دي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې او وایي، چې له افغان خاورې د بل هېواد پر ضد د کار اخيستلو اجازه هیچاته نه‌ورکوي.

اسلامي امارت پاکستان ته سپارښتنه کړې، چې په خپله خاوره کې د امنیتي ستونزو حل ولټوي.

د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په ګډون یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو هم نیوکه کړې، چې که د بریدونو عاملان له افغانستان څخه پاکستان ته راننوځي؛ نو د پاکستان امنیتي ځواکونه ولې په پوله د دوی مخه نه‌نیسي.

 

Trending

Exit mobile version