تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل مسوولانه دي ـ د امریکا لوی درستیز

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۲۱, ۱۳۹۹)

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د تېرې اوونۍ ( تر کرسمس پورې د امریکایي سرتېرو د ایستلو) د څرګندونې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي، دوی د جګړې د پای لپاره مسوولانه پلان لري.

هغه این پي آر ته ویلي: د دې معنا دا نده، چې د دسمبر تر پایه له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه ووځي؛ مونږ مسوولانه پلان لرو. د خپلو سرتېرو د شمېر د کمولو لپاره یو لړ غوراوي شته، چې له ولسمشر سره مو پرې خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي: زه په راتلونکي کې د سرتېرو د پوره شمېر په اړه څه نشم ویلی؛ خو د پوځ د لوی درستیز په توګه  نه غواړم په راتلونکيو عملیاتو کې د سرتېرو د شمېر په اړه بحث وکړم. مونږ د امریکا د ګټو لپاره د جګړې د پای ته رسولو مسوولانه پلان لرو.

جنرال میلي زیاته کړې، چې که څه هم واشنګتن هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر  ۵۴۰۰ ته ورسوي؛ خو د نورو سرتېرو د کمولو پرېکړه ترمپ کوي.

هغه په بشپړ ټینګار ویلي، چې د امریکايي ځواکونو وتل په دوحه کې د امریکا  او طالبانو د سیاسي هوکړه لیک له مخې ترسره کیږي.

نوموړي څرګنده کړې، چې له همدې کبله مونږ وضعیت له نږدې څارو. مونږ او زمونږ اردو په دې شرایطو کې خپلې ترټولو غوره نظامي مشورې وړاندې کوو، چې ولسمشر داډه او مسوولانه پرېکړه وکړي.

هغه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه ویلي؛ که اوسنی تاوتریخوالی له تېر سره پرتله شي؛ نو ښکاره ده، چې د پام وړ کمی په کې راغلی دی او دا زمونږ د مشورو پایله ده.

Trending

Exit mobile version