تازه خبرونه
له افغان متحدینو سره به د امنیت او تابعیت په موندلو کې مرسته وشي -ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي اداره به یې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا هغو افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی او دمګړۍ په امریکا کې د استوګنې لټه لري؛ د مرستې ژمنه ورکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي اداره به یې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
دا ژمنه په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله استوګنې لرونکو افغانانو د ایستلو اعلان وکړ؛ خو ټرمپ ویلي، هغو افغانانو ته به رسېدنه وشي، چې ژمنه ورسره شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:” مونږ ښه خلک پېژنو او هغه خلک هم پېژنو، چې دومره ښه ندي. ځینې خلک، چې دلته راغلي وه؛ ډېر ښه نه ول. مونږ به د هغو کسانو ملاتړ وکړو، چې زمونږ لپاره یې کار کړی او ژمنې ورسره شوي دي.”
له دې مخکې د امریکا کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو د شړلو اعلان کړی و، چې د لنډمهاله استوګنې په حالت کې دي.
ټرمپ له افغان کډوالو سره د مرستې په اړه نور جزئیات ورنکړل؛ خو ژمنه یې وکړه: اداره به یې له هغو شاوخوا ۹۰ سلنه کډوالو سره مرسته وکړي، چې د دایمي استوګنې غوښتونکي دي.
د امریکا ولسمشر دغه راز یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو سخته نیوکه وکړه او دا یې شرم وباله.
نوموړي ویلي: ” له افغانستان څخه زمونږ وتل زمونږ د هېواد په تاریخ کې یو له شرمناکو پړاوونو څخه و. لکه څنګه، چې مونږ له دې هېواده ووتلو؛ دا یوازې یوه رسوايي وه.”
د سیاسي چارو شنونکو وږیلي، چې د امریکا نوي حکومت په افغانستان کې د پخوانیو امریکایي همکارانو لېږد عملي بند کړی دی.
دغه راز ډیموکراټانو له ټرمپ څخه وغوښتل، چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله استوګنې حالت بېرته فعال کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د افغان غوښتونکو له پامه غورځول به د دوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په درېیمو هېوادونو کې سلګونه افغان کورنۍ امریکا ته د رسېدو په هیله په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.
