تازه خبرونه
له امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
د ګویان بهرنیو چارو وزیر رابرټ پرساډ ویلي، دغه شپږ کسان د شنبې پر ورځ د کډوالۍ اړوند مسایلو له کبله له امریکا وایستل شول او ګویان ته راولېږدول شول.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لهخوا درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو د تګلارې د پراختیا په لړ کې د افغانستان او کیوبا شپږ هغه وګړي، چې د امریکا لهخوا ایستل شوي؛ ګویان ته رسېدلي دي.
د ګویان بهرنیو چارو وزیر رابرټ پرساډ ویلي، دغه شپږ کسان د شنبې پر ورځ د کډوالۍ اړوند مسایلو له کبله له امریکا وایستل شول او ګویان ته راولېږدول شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ایستل شویو کسانو څخه یو هم جرمي سابقه نهلري او امریکا تر اوسه ګویان ته د نورو غیرګویاني وګړو د لېږدولو غوښتنه نهده کړې.
پرساډ زیاته کړې، ګویان له امریکا سره له څو میاشتو خبرو وروسته پر یو کلن تړون سلا شوی؛ خو دا تړون په دغه هېواد کې د کډوالو د دایمي مېشتېدا معنا نهلري.
د دغه تړون له مخې؛ ایستل شویو شپږ کډوالو ته به د ملګرو ملتونو د کډوالې نړیوالې ټولنې د «مرستندویه داوطلبانه ستنېدا» پروګرام له لارې مرسته ورکړ شي. هغوی به په ګویان کې تر هغې پاتې شي، چې د کډوالۍ وضعیت یې معلومېږي او ښايي په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي یا په بل هېواد کې د مېشتېدا لپاره اقدام وکړي.
درېیمو هېوادونو ته د بهرنیو وګړو د ایستلو تګلاره د بشري حقونو د ادارو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.
نیوکه کوونکي وايي؛ ډېری دغه کسان له هغو هېوادونو سره هېڅ تړاو نهلري، چې ورلېږدول کېږي او ښايي د ژبې او د ژوند له سختو شرایطو سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دوهیمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ د محدودولو او د بهرنیو وګړو د ایستلو تګلاره پراخه کړې ده.
دونالد ترمپ، رئیسجمهور امریکا، در دوره دوم ریاستجمهوری خود سیاست محدودیت مهاجرت و اخراج شهروندان خارجی را گسترش داده است.