Connect with us

نړۍ

له ایران سره جګړې امریکا ته تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارډ ډالر لګښت لرلی – پنټاګون

د رویټرز د راپور له مخې؛ هګسټ دا څرګندونې د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د قانون جوړوونکیو په غونډه کې کړې دي. نوموړی د درند بمبارډ له بیا پیلېدا وروسته د لومړي ځل لپاره له نیوکه‌کوونکو قانون جوړوونکو سره مخ شوی او له ملاتړه د بې برخې جګړې لپاره یې د بېړنۍ بودجې غوښتنه کوله.

خپور شوی

د

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، چې پر ایران د امریکا جګړې تر اوسه ۳۷.۵ میلیارډ ډالره لګښت لرلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې؛ هګسټ دا څرګندونې د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د قانون جوړوونکو په غونډه کې کړې دي. نوموړی د درانده بمبارډ له بیا پیلېدا وروسته د لومړي ځل لپاره له نیوکه‌کوونکو قانون جوړوونکو سره مخ شوی او له ملاتړه د بې برخې جګړې لپاره یې د بېړنۍ بودجې غوښتنه کوله.

له منځمهالو ټاکنو شپږ میاشتې مخکې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند ښايي په کې د استازو جرګې او مشرانو جرګې د اکثریت ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ شي؛ ډیموکراټان هڅه کوي، چې د ایران جګړه د خلکو د اقتصادي ستونزو له موضوع سره وتړي.

هګسټ قانون جوړوونکو ته ویلي، چې ۳۷.۵ میلیارډ ډالر د جګړې ځینې لګښتونه او د روان کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې اټکل شوي لګښتونه رانغاړي.

اوس هم روښانه نه‌ده، چې پنټاګون دغه شمېر څنګه محاسبه کړی دی.

یوې سرچینې په مارچ کې رویټرز ته ویلي وه، چې د ټرمپ ادارې اټکل کړی؛ د جګړې لومړیو شپږ ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارډ ډالره لګښت درلود.

ټرمپ تېره میاشت له کانګرس څخه نږدې ۹۰ میلیارډ ډالر اضافي بودجه غوښتې، چې ډېره برخه یې د ایران له جګړې سره تړاو لري. دا غوښتنه داسې مهال شوې، چې له جګړې ناخوښه قانون جوړوونکي د نومبر منځمهالو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.

جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو قانون جوړوونکو دواړو له هغه وخته، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران بمبارډ پیل کړی؛ شکایت کړی، چې ټرمپ او د هغه ډلې دوی د جګړې او خپلو پلانونو په اړه سم نه‌دي خبر کړي.

د امریکا د سنا د تخصیصاتو کمیټې مشرې ډیموکراټې سناتورې پیټي موري په غونډه کې ویلي:« ولسمشر د جنګي جرمونو د زیاتېدا ګواښ کوي او داسې ښکاري، چې دا به یوه بله اوږدمهاله جګړه شي.»

هغې د ټرمپ هغو ګواښونو ته نغوته وکړه، چې د ایران پر ضد یې کړي، په ځانګړي ډول د ملکي زیربناوو پر ضد ګواښونه، چې نیوکه‌کوونکي یې جنګي جرم یادوي.

هګسټ همدارنګه قانون جوړوونکو ته ویلي، چې که بېړنۍ اضافي بودجه ونه‌رسېږي؛ د پوځ روزنیز پروګرامونه به محدود شي.

راپور وايي، دې جګړې د پنټاګون نږدې یو ټریلیون ډالري بودجه تر فشار لاندې راوستې او د پوځي کارکوونکو اړوند لګښتونو ته هم ګواښ پېښوي.

د پوځ د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډان کین ویلي، دوی به د سرتېرو د معاشونو د ورکړې لپاره لاره پیدا کړي؛ خو پنټاګون ښايي د ساتنې لګښتونو او راتلونکو پوځي وړتیاوو په پراختیا کې له ستونزو سره مخ شي.

هګسټ له قانون جوړوونکو غوښتي، چې یوازې د اضافي بودجې غوښتنه نه، بلکې د ۲۰۲۷ کال لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالر بودجه هم تائید کړي.

نوموړي ویلي:« زه باور لرم، چې د دې وزارت لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالر بودجې نه‌ورکول زمونږ ملت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.»

د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند د روانې میاشتې په پیل کې مات شو او دواړو لوریو له هغې وروسته هره ورځ پر یو بل بریدونه کړي دي.

د ایران په جګړه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر د اوونۍ په پای کې ۱۸ کسانو ته لوړ شو. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۴۳۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

پنټاګون د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د جولای له اوومې راپدېخوا ۱۰۰ سرتېري ټپیان شوي؛ خو ۹۶ سلنه یې بېرته دندې ته ستانه شوي دي.

په تېره اوونۍ کې ټرمپ ګواښ کړی، چې په ایران کې به د بریدونو هدفونه پراخ کړي او د انرژۍ پر بټیو او پلونو به هم بریدونه وکړي.

نوموړي د ایران د خارک ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو او د «پیک اکس ماونټین» نومي اټومي تړاو لرونکي ژور ځمکني مرکز د بمبارډ ګواښ هم کړی دی.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، امریکا به دغه غرنی مرکز «ډېر ژر» له منځه یوسي.

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading

نړۍ

پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریف‌الله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریف‌الله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریف‌الله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.

آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.

د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریف‌الله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.

دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریف‌الله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.

محمد شریف‌الله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریف‌الله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریف‌الله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(اف‌بي‌ای) ته د محمد شریف‌الله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نه‌دي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو له‌خوا خوشې شوی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!