نړۍ
له ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سېشنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي لهخوا وړاندې شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) ویلي؛ له ایران سره د دغه هېواد د جګړې ټول لګښت تر اوسه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېرې میاشتې پر پرتله ۴ میلیارډ ډالره زیاتېدا ښيي.
د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سېشنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي لهخوا وړاندې شوی دی.
د پنټاګون د مالي چارو چارسمبالي(سرپرست) ژول هرسټ په کانګرس کې یوې ناستې ته ویلي، چې دا لګښتونه د پوځي عملیاتو، د تجهیزاتو د رغونې او د نویو وسایلو د ځای پر ځای کولو لګښتونه رانغاړي.
هغه د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې ټینګار کړی، چې د لګښتونو ارزونه روانه ده او نوي معلومات ورسره وړاندې کیږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ پنټاګون د اپرېل پر نههویشتمه هم ویلي وه، چې د دې جګړې لګښت ۲۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي.
اوس هم روښانه نهده، چې دا شمېر پر کومو معیارونو محاسبه شوی دی.