نړۍ
له ایران سره پر اټومي پروګرام خبرې راتلونکې اوونۍ ترسره کیږي – ټرمپ
هغه ادعا کړې، چې د امریکا وروستیو سنګر ماتوونکو بمونو د ایران اټومي پروګرام ته سخت زیان رسولی او د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ شخړې په پای ته رسولو کې یې مرسته کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ایران سره به د دې هېواد د اټومي پروګرام د بندولو په اړه خبرې اترې راتلونکې اوونۍ ترسره شي.
هغه ادعا کړې، چې د امریکا وروستیو سنګر ماتوونکو بمونو د ایران اټومي پروګرام ته سخت زیان رسولی او د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ شخړې په پای ته رسولو کې یې مرسته کړې ده.
ټرمپ ویلي: “دا یو ډېر ځواکمن برید و. بشپړه له منځه وړنه وه.”
دغه راز د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې لومړنۍ ارزونه ښیي، چې بریدونو ممکن د ایران اټومي پروګرام یوازې څو میاشتې شاته کړی وي.
د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې هم اعلان کړی، چې د ایران څو اړین اټومي تاسیسات ویجاړ شوي او د دوی بیارغونه ممکن کلونه وخت ونیسي.
اسرائیل هم ادعا کړې، چې د ایران اټومي وړتیا د کلونو لپاره پر شاه تمبول شوې ده.
همدارنګه د اوربند له رامنځته کېدو وروسته په ایران او اسرائیل کې تاوتریخوالی کم شوی او خلک هڅه کوي، چې عادي ژوند ته راستانه شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې یو منځلاری شخصیت دی؛ هیله څرګنده کړه: دا بحران به د کورنیو اصلاحاتو او ملي یووالي پیاوړتیا لپاره یو فرصت وي، خو د ایران حکومت له جګړې وروسته سمدلاسه پراخ امنیتي تدابیر پلي کړل او له موساد سره یې د همکارۍ پر تور درې کسان اعدام او سلګونه نور ونیول.
ټرمپ ویلي، چې د هغه هدف په ایران کې د رژیم بدلون ندی او هغه غوره ګڼي، چې ډیپلوماټیک حل تعقیب کړي.