سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.