Connect with us

تازه خبرونه

له ایران څخه ۷۲۸ افغان بندیان افغانستان ته راولېږدول شول

Published

 on

(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۴۰۱)

نن (دوشنبه د کب پېنځلسمه) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د بندیانو د رالېږد بهیر پیل شوی دی.

په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت چارسمبالي مولوي فضل محمد حقاني په یوه ویدیويي څرګندونه کې ویلي، چې د دغو بندیانو شمېر ۱۷۲۸ کسانو ته رسیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، نن ٧٢٨ افغان بنديان له ايران څخه افغانستان ته ولېږدول شول.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې هېواد ته به د افغان بندیانو د لېږد بهیر روان وي.

ویل کیږي، چې سبا (سې شنبه د کب شپاړسمه ) او پنجشنبه (اتلسمه ) به د بندیانو د رالېږدولو بهیر روان وي.

تازه خبرونه

په هند کې د افغانستان سفارت موضوع یوه داخلي مسله ده – هند

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲)

د فساد له راپورونو او په نوي دیلي کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له څارنې وروسته د هند حکومت ویلي؛ دا د دې هېواد یوه داخلي مسله ده، چې دوی په کې نه ښکېلیږي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ اسلامي امارت په رسمي بڼه د سفارت د څارنې د ترلاسه کولو لپاره د سفارت له ټینګار سره مخ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا مسله په هند کې د افغان سفارت داخلي مسله ده.

اریندام باغچي ويلي: زمونږ له نظره؛  دا د افغان سفارت داخلي مسله ده او مونږ هيله لرو، چې دوی به يې په کور دننه حل کړي.

په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازیو د روان کال د غویی پر ۲۶ په ديلي کې د افغانستان سفارت چارواکي د سفير په ګډون پر فساد تورن کړي وه، چې سفارت هغه مهال د فساد لګېدلي راپورونه رد کړل او په دې اړه په ډاګه کړې، چې د سفارت کارونه پر پوره ایماندارۍ او روڼتیا روان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲)

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو مشرې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د غبرګولی پر ۳۱ / د جون پر ۲۱ نېټه جوړه شي.

د امنیت شورا د اوسني پړاو مشره لانا نصیبه وايي؛ افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اجندا په سر کې ځای لري.

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو سفیره او د امنیت شورا د اوسني پړاو رییسه لانا نصیبه وایي:

مونږ به د جون پر ۲۱ نېټه د افغانستان په اړه یوه غونډه ولرو. د مارچ په میاشت کې مو د افغانستان په اړه ډېرې غونډې درلودې. زمونږ د شورا اصلي موضوع افغانستان دی. زمونږ دنده د افغانستان د وضعیت ارزونه ده. زموږ تمرکز ډېر پر افغانستان دی او مونږ غواړو په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت کار وکړو، چې کړکېچن حالت لري.

نوموړې ټینګار کوي، چې عربي متحده امارات به د دغې شورا د غړي او د اوسني پړاو د مشر په توګه د افغانستان د قضیې په اړه د غړیو هېوادونو د همغږۍ د ساتلو هڅه وکړي.

لانا نصیبه ټینګار کوي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون اوغلو به په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه امنیت شورا ته د بیاکتنې بشپړ راپور وړاندې کړي.

دغه ترکی دیپلومات یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، په پام کې ده، چې د دې غونډې یوه مهمه موضوع به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې وي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو په دوحه کې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشاه غونډه کړې؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې کومې پایلې ته رسېدلي نه‌دي.

دا په داسې حال کې ده، چې فاکس نیوز د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ څو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د بشري حقونو د مسلې په اړه د اسلامي امارت پر ضد د نویو بندیزونو لګولو طرحه وړاندې کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بریدونه کوي – راناثناءالله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان فعالیت ظاهراً د اسلام‌آباد لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

له همدې کبله کله، چې د دغې ډلې د فعالیت خبره راپورته کېږي؛ پاکستاني چارواکي د تور ګوته کابل ته نیسي او وايي، چې دغه ډله له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناءالله ویلي: د افغان حکومت دریځ دا دی، چې مونږ د پاکستاني حکومت پر ضد د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه‌کوو؛ خو په اړه یې شکایتونه لرو. د دې ډلې کسان له افغانستان څخه پاکستان ته ننوځي. نږدې دوه میاشتې وړاندې یې مونږ ته وویل، چې مونږ به دوی له  پولې څخه لرې انتقال کړو، چې پر پاکستان برید ته لاس رسی ونه‌لري.

اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو نویو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون او فعالیت رد کړی دی.

اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی؛ هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ورکاروي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړي پلاوي څه باندې یوه میاشت مخکې پاکستان ته تللی و او په اسلام‌آباد کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې پر سولې، دیپلوماتیکو اړیکو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی و.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!