تازه خبرونه
له تاجکستان سره سرحدي سیمې د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي
د تخار ولایت امنیتي مسوولینو ويلي؛ له تاجکستان سره سرحدي سیمې تر څارنې لاندې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته ګواښ رامنځته کړي.
د تخار چارسمبالي امنیه قومندان ويلي، له تاجکستان سره د تخار پر پوله اوسمهال هیڅ امنیتي ګواښ نشته.
د تخار چارسمبالی امنیه قومندان قاري ذکرالله ذاکر څارندوي ويلي؛ په دې ولایت کې له مېشتو نورو امنیتي ځواکونو سره یې د همغږۍ له مخې د تاجکستان په پولو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
قاري ذاکر څارندوی زیاته کړې؛ اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د دغه ولایت له پولو څخه د تاجکستان پولې له ګواښونو سره مخ شي.
د ملي اردو سرحدي پولیسو مسوولینو ويلي، اوسمهال په سرحدونو کې هیڅ ډول امنیتي اندېښنه نلري؛ د اسلامي امارت له مرستې وروسته د دې ولایت په پولو کې د نشه یي توکو یو شمېر قاچاق وړونکي هم نیول شوي او د نشه یي توکو قاچاق صفر ته راټیټ شوی دی.
د تخار د امنیه قومندانۍ چارسمبالي دا هم ويلي، چې د دغه ولایت سرحدي ولسوالۍ ، چې په تېر حکومت کې له تاجکستان سره د نشهيي توکو د قاچاق مرکزونه ول؛ د اسلامي امارت پر وردانګلو څو قاچاقبران نیول شوي او اوس هلته د نشهيي توکو کار و بار نشته.
د تخار اوسېدونکی واضع وسیم رسولي ويلي، چې یو وخت د تخار پر یوې ولسوالۍ د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته مونږ د تاجکستان د توپچي بریدونو شاهد وو؛ خو اوس له حکومته غواړو، چې له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي، چې بیا د دا ډول پېښو شاهدان نه شوو.
د روان کال په لومړیو کې له خواجه غار ولسوالۍ څخه پر تاجکستان هاوانونه ولګېدل، چې پړه یې داعش منلې وه. اوس د اسلامي امارت مسوولینو ویلي؛ له هغې پېښې وروسته ټینګ امنیتي تدابیر ونیول شول او پر پوله د امنیتي ځواکونو شمېر هم ډېر شو.
د یادونې ده، چې له کوکچې ورهخوا له تاجکستان سره د تخار شپږ ولسوالۍ ګډې پولې لري.