تازه خبرونه
له تور نوملړه د اسلامي امارت ویستل به له کابل سره د روسیې اړیکې پراخې کړي – روسیه
زاخارووا ویلي: مونږ په تېرو وختونو کې څو ځله اعلان کړی، چې روسیه د نړۍ د نورو ځواکمنو هېوادونو په څېر له افغانستان سره د ترهګریزو ګواښونو او د مخدره توکو د قاچاق په ګډون د ګډو ګټو په برخه کې له کابل سره همکاري کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون( د لیندۍ اوومه ) ویلي، مسکو له افغان چارواکو سره د اړیکو پراختیا اړینه ګڼي؛ خو دا کار تر هغې نشي کېدای، چې اسلامي امارت له تور نوملړه ویستل شوی نهوي.
زاخارووا ویلي: مونږ په تېرو وختونو کې څو ځله اعلان کړی، چې روسیه د نړۍ د نورو ځواکمنو هېوادونو په څېر له افغانستان سره د ترهګریزو ګواښونو او د مخدره توکو د قاچاق په ګډون د ګډو ګټو په برخه کې له کابل سره همکاري کوي.
هغې زیاته کړې: په هر حال دا څرګنده ده، چې له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ د تپل شوي نوم له لرې کولو پرته دغه هدف ته رسیدل ناشونې دي.
ماریا زاخارووا د قانون هغې مسودې ته هم نغوته وکړه، چې د نومبر پر پېنځهویشتمه د روسیې پارلمان ته وړاندې شوې، چې د تور نوملړ پخوانی بندیزونه به په دې شرط لغو کړي، چې خپل غیرقانوني فعالیتونه ودروي.
له دې مخکې د کرملین د رسنیو دفتر اعلان کړی و، چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د ویستلو پرېکړه باید لومړی تصویب او رسمي شي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، کرملین له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراختیا هڅې روانې ساتي.
هغه ویلي: مونږ د افغانستان د مشرتابه په اړه خبرې کوو. اسلامي امارت هغه ځواکونه دي، چې په دې هېواد کې واکمن دي او البته ورسره د اړیکو نیول اړین دي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسي ورځپاڼي ويدوموستي( Ведомости ) پرون راپور ورکړی؛ ښايي دا اقدام له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د ويستلو او په افغانستان کي د دوی د رسمیت پېژندلو پر لوري يو ګام وي.