روغتيا
له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا په کندهار کې له ۳ زره څخه د ډېرو رواني ناروغانو درملنه شوې
د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د کندهار افغاني سره میاشت ټولنه وايي، په تېرو پېنځه کلونو کې د هېواد په سویلي حوزه کې له ۳ زره څخه ډېر رواني ناروغان، چې نرینه او ښځې دي؛ په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي.
د دې ټولنې د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له تېرو ۵ کلونو راپدېخوا ۱۹۳۶ نرینه او ۱۳۳۱ ښځینه رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د رواني ناروغانو د درملنې په مرکز کې هم ۴۰۵ ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي او له روغېدا وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دغه مرکز د هېواد په سویلي حوزه کې یوازنی مرکز دی، چې د دې حوزې رواني ناروغان په کې رغېدلي دي.
مسوولانو ويلي، اوسمهال په دې مرکز کې ۱۵۸ نرینه او ښځینه ناروغان، چې ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښ رامنځته کوي؛ ساتل کیږي او تر درملنې لاندې دي. د ۸۰۴ نورو ناروغانو درملنه هم په خپلو کورونو کې روانه ده.
ډاکټران وايي؛ هغه ناروغان، چې ټولنې ته جدي ګواښ وي؛ په دې مرکز کې پرلهپسې د ساتنې زمینه ورته برابره شوې ده او منظمه درملنه یې کیږي.
یو شمېر هغه ناروغان، چې مخکې په نامناسب حالت کې دغه مرکز ته راوړل شوي وه؛ اوس د رغېدا په حال کې دي او له ترلاسه شویو خدمتونو خوښي څرګندوي.
د هلال احمر د سویلي حوزې د ریاست مسوولان وايي، د بېوزلۍ او کورنیو ستونزو له کبله د رواني ستونزو له زیاتېدا سره دوی له شته ننګونو سره – سره هڅه کوي رواني چوپړتیاوې پراخې کړي، چې ډېرو ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره شي.