تازه خبرونه
له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په په ډاګه کړې؛ دغه راز۳۴۱ کورونه بشپړه یا جزوي ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ شوي دي.
د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.
د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.