سوداگري
له دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د فلای دوبۍ لومړۍ الوتنه ترسره شوه
له دوه کلن ځنډ وروسته فلای دوبۍ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې او نن چارشنبه ( د لړم ۲۴ ) یې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه ترسره کړه.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو ډاډ څرګنده کړی، چې العربيه، الجزيره او ترکي هوايي شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې پيلوي.
د هوايي ډګرونو عمومي رييس عبدالستار غروال وايي: د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې د نړيوالو الوتنو لپاره وړتیاوې شته او د فلاى دوبۍ له راتګ سره به نور بهرني شرکتونه هم هېواد ته خپلې الوتنې پيل کړي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ويلي: فلای دوبۍ هوايي شرکت خپل پروازونه پیل کړل او نور شرکتونه به هم افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.
په عربي متحده اماراتو کې د میشتو افغان سوداګرو ټولنه وايي، چې د فلای دوبۍ الوتنې به د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ راتلونکې میاشت به د دغه شرکت د الوتنو شمېر هره ورځ څلور الوتنو ته ورسیږي.
په عربي متحده اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر عبيدالله صدرخېل وايي: د دغه شرکت الوتنې به لومړی د ورځې دوه الوتنې وي، بيا درې او په راتلونکې مياشت کې به د ورځې څلور هغه تر سره کیږي، چې له دې سره به د هېواد تازه مېوه عربي متحده اماراتو ته هم صادرې شي.
مسافرو ويلي، چې د دوبۍ او افغانستان ترمنځ د يوه لوري تکت بيه پنځوس سلنه راټيټه شوې ده.
عزیزالله نومی مسافر وايي: مونږ ډېر خوښ یوو، چې فلای دوبۍ راغله، چې د کورنیو شرکتونو پر پرتله یې تکتونه ۵۰ سلنه ارزانه کړل.
د ترانسپورت وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال د آریانا کام ایر، پي آی ای، ماهان، تبان، کیش او قطر ایرویز افغانستان ته الوتنې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ هم ویلي؛ کابل ته د فلای دوبۍ د الوتنو پیل ښیي، چې د افغانستان هوايي حریم د ټولو الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرزېدلی او د افغانستان ټولو هوايي ډګرونو ته لازمې اسانتیاوې او معیاري خدمتونه برابر شوي دي.