Connect with us

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.

دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.

سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!