تازه خبرونه
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو- ذبیحالله مجاهد
مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوسمهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زدهکړو بوخت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو موضوع اوس هم تر څېړنې لاندې ده او حکومت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
مجاهد نن د« حکومت په هېنداره کې د مطبوعاتو» په څلورم پروګرام کې ویلي، چې اوسمهال د افغانستان له هرو څلور وګړو څخه یو کس پر زدهکړو بوخت دی.
هغه زیاته کړې: د زدهکړو هغه برخه، چې له «خنډ» سره مخ ده؛ هڅه کېږي، چې په دې بهیر کې ورګډه شي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، د زدهکړو پراختیا، د لوړو زدهکړو پراخول، د علمي څېړنو پیاوړتیا او د بشري ځواک د وړتیا لوړول په ۱۴۴۷سپوږمیز لېږدیز کال کې د هېواد د ښوونیزو او علمي بنسټونو د فعالیتونو له مهمو برخو څخه ول.
د هغه ویلي، په تېر یو کال کې ۲۳۸ نوي ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو د رغونې او بیارغونې چارې ترسره شوې دي.
هغه د دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر له ۳۸ زره ډېر ښودلی، چې له ۷ میلیون او ۶۲۰ زره ډېر زدهکوونکي په کې زدهکړې کوي.
مجاهد همداراز ویلي، چې له ۲ میلیون او ۴۰۰ زره ډېر طالبالعلمان په دیني مدرسو کې پر اسلامي زدهکړو بوخت دي او له ۲۱۲ زره ډېر محصلان د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
هغه زیاته کړې؛ تېر کال د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې ۲ زره او ۵۸۰ نوي زدهکوونکي او محصلان جذب شوي، چې د هغوی ټول شمېر ۷ زره او ۶۴۳ تنو ته رسېږي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د آزموینو عمومي ادارې تېر کال په ټول هېواد کې د کانکور ۵۳ دورې آزموینې اخیستې، چې ۱۸۹ زره او ۱۶۹ کسانو په کې ګډون کړی و.
هغه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په لیسو او انسټیټیوټونو کې د زدهکوونکو او محصلانو شمېر ۷۷ زره او ۸۵۵ تنه ښودلی دی.
مجاهد ویلي، چې تېر کال ۱۴ علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوي، د علومو اکاډمۍ له لوري ۱۶۴ علمي مقالې خپرې شوي او ۱۰۰ علمي کنفرانسونه او شپږ علمي سیمینارونه جوړ شوي دي.
د هغه په وینا، پر ۱۹۲ څېړنیزو پروژو هم کار روان دی.