سوداگري
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.
د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.
دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.
قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلېدانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.