تازه خبرونه

له مستحقو سوالګرو سره دې نغدي او خوراکي مرستې روانې وساتل شي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۲)

نن (شنبه) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د سوالګرو د ټولولو کمیتې د غړیو وزارتونو او ریاستونو په ګډه غونډه کې لارښوونه وکړه، چې له کابل ښار څخه دې ټول سوالګر راټول او مستحقو ته نغدي او خوراکي مرستو لړۍ روانه وساتل شي.

په دغه کتنه کې ملا برادر زیاته کړې، چې اسلامي امارت د بې‌وزلو هېوادوالو په ځانګړې توګه د سوالګرو ستونزو ته لاس‌رسی ومومي او د هغوی د ستونزو د اواري او هوسا ژوندانه د شرایطو د برابرولو لپاره ورته هلې ځلې کوي.

برادر د دغې کمیتې ټولو مسوولینو په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د یادې کمیتې د طرزالعملونو پر بنسټ خپلې دندې او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

دغه راز په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو کمیتې له لوري پرېکړه وشوه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلکو ته د سوالګرۍ د دنیوي او اخروي زیانونو په اړه معلومات ورکړي او په دې برخه کې دې د نورو ډېرو اغېزو دې دې کمیتې ته خپل استازي وروپېژني.

Trending

Exit mobile version