تازه خبرونه
له ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د یوناما له نوي مرستیال او د دې بنسټ د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي سره لیدلي او پر همکاریو یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، برونو لمارکي په دې لیدنه کې د بشري مرستو د ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او ورسره یې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو اهمیت هم یاد کړی دی.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي. هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراخېدا هم ټینګار کړی دی.