نړۍ

له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بې‌ساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.

دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند  هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونه‌ګوري.

چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.

د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.

ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.

Trending

Exit mobile version