Connect with us

تازه خبرونه

پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

خپور شوی

د

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼ‌شمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.

تازه خبرونه

د اقتصاد وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د پراختیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د پراختیايي همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو پر پلي کېدا خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

نوموړي د اقلیمي بدلونونو او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدا لاملونه بللي او ټینګار کوي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه برابرول، د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول لومړیتوبونه دي.

هغه زیاته کړې، چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کارموندنې، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمولو او پرله‌پسې اقتصادي ودې زمینه برابرولی شي.

دغه راز تورهان صالح د تېرو پنځه کلونو په بهیر کې د افغانستان له اقتصادي لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د دغه پروګرام استازي د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې هم د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرله‌پسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي

هغه په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.

Published

on

 

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق ويلي، د سعودي عربستان، ایران، پاکستان او ترکیې ترمنځ اتحاد کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د ستونزو په اواري کې اغېزناک رول ولوبوي.

هغه په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دغه اتحاد کولی شي د اسلامي نړۍ د ستونزو، د افغانستان، ایران، کشمیر او غزې د مسایلو په اواري کې مرسته وکړي.

سراج الحق ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونه باید له لفظي څرګندونو ورهاخوا عملي ګامونه پورته کړي، چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي، تر ظلم لاندې مسلمانان خوندي کړي او د اسلامي نړۍ ګډې ستونزې حل کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر د ګډو مسوولیتونو د ترسره کولو او د فلسطین د آزادۍ لپاره د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سعودي عربستان، ایران، ترکیې او پاکستان لوړپوړیو چارواکو د دوشنبې پر ورځ په تهران کې سره ولیدل.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

Published

on

 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشه‌يي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.

قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشه‌يي‌توکي #کوکنار #قاچاق

 
له دې مخکې د بریټانیا د «السیس» شرکت د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې په یوه شننه کې راغلي وه؛ د بلوچستان د لورالایي او کلا عبدالله په اړوند سیمو کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!