تازه خبرونه
له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نه یوو- د افغانستان سفیر
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نهدی او هڅه کوي، چې له پاکستان سره خپلې اړیکې د خبرو، متقابل درناوي او همکاریو پر بنسټ پراخې کړي.
سردار احمد شکیب دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په اسلامآباد کې د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مناسبت جوړو شویو مراسمو ته کړې دي.
هغه ویلي، له ګاونډ هېوادونو او پاکستان سره د افغانستان اړیکې باید پر متقابل درناوي، د یو بل په کورنیو چارو کې پر نهلاسوهنې او ګډو ګټو ولاړې وي.
احمد شکیب زیاته کړې:« مونږ باور لرو، چې د باور فضا د فشار یا زور له لارې نهرامنځته کېږي، بلکې یوازې د متقابل درک، پرلهپسې خبرو او رښتینې همکارۍ له لارې رامنځته کېږي.»
نوموړي ویلي، افغانستان به اجازه ورنهکړي، چې د هېواد له خاورې یې د نورو هېوادونو د امنیت او ثبات پر ضد کار واخیستل شي او هیله څرګنده کړي؛ د افغانستان امنیتي اندېښنې دې هم درک شي.
د افغانستان سفیر ویلي، په سیمه کې د تلپاتي امنیت ټینګښت متقابل باور، عملي همکارۍ، همغږۍ او د یو بل د مشروع اندېښنو درناوي ته اړتیا لري.
شکیب د افغانستان جغرافیاوي ارزښت ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې سولهییز او باثباته افغانستان کولی شي د سیمهییزې نښلونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې له همکاریو سره مرسته وکړي.
دغه راز د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن هم د دواړو هېوادونو پر متقابل ملاتړ ټینګار کړی دی.
فضلالرحمن په دغو مراسمو کې ویلي، ډاډه دی، چې پاکستان به د افغانستان ملاتړ کوي او افغانستان به هم د پاکستان ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله کولی شي په سیمه کې د یوه پله رول ولوبوي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې د سیمې جیوپولیټیک اهمیت درک کړي.
#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #سرداراحمدشکیب #مولانافضلالرحمن #اسلامآباد #دافغانستاناوپاکستاناړیکې #سوله #امنیت #سیمهییزههمکاري