تازه خبرونه

له پاکستان سره د کړکېچ د اواري لپاره د کابل ډیپلوماټیکې هڅې بې‌پایلې پاتې دي – ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره په مرکه کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پیغامونو تبادله تائید کړې او څرګندوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړو هېوادونو او د اسلامي امارت د چارواکو هڅې هم تراوسه بې‌پایلې پاتې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۵

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، کابل له اسلام‌آباد سره د کړکېچ د اواري لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې خپلې وروستۍ هڅې کړي؛ خو دغو هڅو تراوسه پایله نه‌ده ورکړې.

ذبیح‌الله مجاهد له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره په مرکه کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پیغامونو تبادله تائید کړې او څرګندوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د منځګړو هېوادونو او د اسلامي امارت د چارواکو هڅې هم تراوسه بې‌پایلې پاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پر ناسمو سیاستونو ټینګار د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د اواري پر وړاندې خنډ ګرځېدلی او اسلام‌آباد د کړکېچ د سوله‌ییز اواري لپاره اړین چمتووالی نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې افغانستان د دغو ستونزو پیل‌کوونکی نه‌دی او اوس هم د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر اواري باور لري.

Trending

Exit mobile version