لوبی
له پناه غوښتنې څخه د سکاټلنډ تر ملي لوبډلې؛ د افغان کرکټلوبغاړي زړهراکښونکې کیسه
د «نیشنل» د راپور له مخې: زینالله، چې اصلاً د ننګرهار ولایت دی؛ په ۲۰۲۲ز.کال کې له افغانستان څخه د اروپا له لارې له یوه ستونزمن سفر وروسته د سکاټلینډ په ګلاسګو ښار کې میشت شو.
ځوان افغان کرکټلوبغاړی زینالله احسان، چې یوازې څلور کاله مخکې سکاټلینډ ته یوه پناهغوښتونکی تللی و او یوازې څو کلمې انګلیسي یې زدهوه؛ اوس د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د خپلې لومړۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کولو ته نږدې شوی دی.
د «نیشنل» د راپور له مخې: زینالله، چې اصلاً د ننګرهار ولایت دی؛ په ۲۰۲۲ز.کال کې له افغانستان څخه د اروپا له لارې له یوه ستونزمن سفر وروسته د سکاټلینډ په ګلاسګو ښار کې میشت شو.
هغه په افغانستان کې ډېری وخت ټیپبال کرکټ کاوه او سکاټلنډ ته له رسېدا وروسته د خپلو ملګرو او مشر ورور پر هڅونه د کرکټ له یوه کلب سره یوځای شو.
زینالله سکاټلینډ ته له رسېدا یوازې ۱۴ ورځې وروسته په خپله لومړۍ کلبۍ لوبه کې ۴ ویکټې واخیستې او ډېر ژر یې د کلب اصلي لوبډلې ته لار وموندله.
دغه ۲۰ کلن لوبغاړی له هغه وخت راپدېخوا په کلبۍ، سیمهییزو سیالیو او د سکاټلینډ له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبېدلی او اوس د دغه هېواد د ملي لوبډلې غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
هغه په هند کې د کرکټ په وروستي شلآوریز نړیوال جام کې هم د سکاټلینډ په لوبډله کې شامل و؛ خو د اصلي لوبډلې په ترکیب کې د لوبېدا فرصت یې ونه موند.
زینالله تر اوسه د سکاټلینډ لپاره دوه نړیوالې شلآاوریزې لوبې کړي او اوس د کرکټ نړیوال جام د نړیوال لیګ سیالیو لپاره د دغه هېواد په لوبډله کې نیول شوی دی.
د هغه د پرمختګ کیسه یوازې د کرکټ تر ډګره محدوده نهده. زینالله سکاټلینډ ته د رسېدا پر مهال نږدې په انګلیسي نه پوهېده او یوازې یې د «سلام» او «درود» په څېر څو کلیمې ویلی شوې؛ خو اوس له څلورو کلونو وروسته پر انګلیسي ژبه نږدې بشپړ برلاسی لري.
هغه وایي؛ له ټولو ستره هیله یې دا ده، چې د خپل مسلکي ژوند تر پایه د سکاټلینډ د ملي لوبډلې کمیس واغوندي.
زینالله همدارنګه ویلي: کورنۍ یې په افغانستان کې لومړی باور نهکاوه، چې هغه به د سکاټلینډ لپاره په ملي لوبډله کې ولوبېږي؛ خو کله، چې د لوبډلې نوملړ رسمي اعلان شو پلار یې ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل: خپلې هڅې روانې وساته؛ که په لوبه کې وي او که نه، باید یو ښه لوبغاړی او ښه انسان پاتې شي.