تازه خبرونه
له ۲۰ کلنې زړورتیا او سرښندنو وروسته؛ اوس هغه وخت دی، چې سرتېري مو راستانه شي
جو بایډن لږ تر لږه ۱۰۰ ورځې له ولسمشر کیدو وروسته وکیلانو ته په خپله لومړۍ رسمي وینا کې د خپلې وروستۍ پرېکړې په اړه، چې له افغانستان څخه سرتېري وباسي ویلي، چې جګړه هیڅکله په دې هېواد کې د ملت جوړونې لپاره نه وه او اوس هغه وخت دی، چې سرتېري مو کورونو ته راستانه شي.
بایډن وایي: مونږ افغانستان ته د هغو تروریستانو د ځپلیو لپاره تللي وو، چې د سپټمبر پر ۱۱ یې پر مونږ برید کړی و. مونږ اسامه بن لادن ته د خپلو کړنو سزا ورکړه او په افغانستان کې مو د القاعده ګواښ هم کم کړ.
د بایډن پرېکړې په کانګرس کې له غبرګونونو سره مخ شوه او ډېرو یې اندېښنه څرګنده کړه، چې د افغانستان حکومت به ونشي کړای له ځان دفاع وکړي او دا کیدای شي د کورنۍ جګړې لامل شي.
جو بایډن دا اندېښنې ومنلې او زیاته یې کړه، چې د سرتېري له وتو سره هم مونږ به د راتلونکيو ګواښونو د مخنیوي لپاره خپله پوره وړتیا خوندي کړو.
هغه دا ډاډ هم څرګند کړ؛ افغانستان اوس هغه سیمه نده، چې له هغه ځایه د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونه پلان شوي وه . دا هېواد نور زمونږ ملي امنیت ته یو جدي ګواښ ندی.
هغه ویلي: د تروریزم ګواښ له ۲۰۰۱ راپدیخوا په نورو هېوادونو کې پراختیا موندلې او مونږ به امریکا ته د ګواښونو پروړاندې له هره ځایه، چې وي؛ پام کوو.
القاعده او داعش په یمن، سوریه، سومالیا او په افریقا او منځني ختیځ او نورو اړوند سیمو کې شته.
بایډن همدارنګه د روسیې، چین او شمالي کوریا لخوا اقتصادي او امنیتي ګواښونو ته نغوته کړې او ژمنه یې وکړه، چې د اندېښنو د حل لپاره به له بهرنیو متحدینو سره له نږدې کار وکړي.
