تازه خبرونه
لویدیځ هېوادونه د اسلامي امارت له مخالفانو څخه د ملاتړ هڅه کوي – روسیه
د روسیې بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین وايي، لویدیځ هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د رژیم له ضد ډلو ملاتړ وکړي.
د روسیې د تاس خبري خبري سرچینې د راپور له مخې؛ سرګي ناریشکین ویلي، چې لویدیځ هېوادونه د افغانستان د ناامنه کولو له لارې هڅه کوي، چې دا هېواد د بېثباتۍ په حالت کې ساتي.
د روسیې بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین وايي، لویدیځ هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د رژیم له ضد ډلو ملاتړ وکړي.
د روسیې تاس خبري سرچینې د ناریشکین د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې لویدیځ هېوادونه افغانستان د ناامنه کولو له لارې په بې ثباته حالت کې ساتي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر د څرګندونو له مخې؛ لویدیځ هېوادونه د خپلو جیوپولیتیک ګټو د پرمختګ لپاره په افغانستان کې د بې ثباتۍ د ساتلو په لټه کې دي.
د دې راپور پر بنسټ؛ خو، هغه د “دولت جوړونې” پر لوري د اسلامي امارت فعالیتونه مثبت وارزول او ډاډ یې ورکړ، چې د چارسمبالي(سرپرست) حکومت نړیواله پېژندنه “لازمي” ده.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د څانګې رییس سرګی ناریشکین وایي: ” دا لویدیځ دی، چې د افغانستان شتمنۍ کنګلوي او د کابل پر وړاندې بندیزونه ساتي. دا په داسې حال کې ده، چې لویدیځې استخباراتي ادارې په دې هېواد کې د حکومت ضد ځواکونو د ملاتړ لپاره لارې چارې لټوي.”
هغه له مسکو سره د کابل د اړیکو د مثبت بهیر په اړه هم راپور ورکړ او څرګندوي، چې روسیه د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو پروسه پیلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې په دې وروستیو کې د مسکو د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړی دی.
د تاس پر خبرو سربېره ځینو نورو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې سرګي ناریشکین په باکو کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې د آذربایجان او د سیمې د نورو هېوادونو د استخباراتو او امنیتي خدماتو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
د دغو راپورونو پر بنسټ هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان “په جیوپولټیک کې مهم ځای لري او په افغانستان کې د بیارغونې او سوکالۍ هڅول د سیمې د هېوادونو ګډه ګټه ده.”