تازه خبرونه

مارک سپیر له افغانستان څخه د امریکا پر شاتګ اندېښمن دی – راپور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۳۹۹)

مارک سپیر له ګوښه کیدو مخکې په یوه یادښت کې سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه په بیړه د امریکایي سرتېرو وېستل پاتې نورو سرتېرو ته خطر زیاتوي.

له هغې وروسته، چې دونالد ترمپ تېره اوونۍ مارک سپیر له دفاع وزارت لرې کړ؛ اوس امریکایي ورځپاڼو ویلي؛ مارک سپیر له ګوښه کېدو مخکې په یوه پټ یادښت کې، چې سپینې ماڼۍ ته لیږل شوی و، په افغانستان کې پر روانې جګړې او له دې هېواده د امریکایي سرتېرو په بیړه وېستو اندېښنه څرګنده کړې وه.

مارک سپیر په دې پټ یادښت کې خبرداری ورکړی، چې د سرتېرو په بیړه وېستلو پرېکړه کولی شي په افغانستان کې نورپاتې سرتېري له خطر سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر ترمپ د کرسمس تر رارسیدو له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل غواړي.

سیاسي هڅاند تاج الدین ملت مل ویلي؛ امریکا باید وپوهیږي، چې دغه راز کړنې نه یوازې بې مسوولیته او د نړیوالې ټولنې د هیلو پر ضد دي، بلکې سیمې، امریکا او افغانستان ته هم زیانمنې دي.  

مخکې له دې په اروپا کې د ناتو پخواني قومندان په دفاع وزارت کې د نویو مقرریو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې ول، چې دا کسان باید ترمپ ته تر کرسمس مخکې د سرتېرو د وېستو طرحه  ورنکړي. اوس ترمپ له ټاکنو وروسته هم له افغانستان څخه د سرتېرو د وېستو پر مسالې ټینګار کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه رحیم الله سیرت ځدران وایي؛ هغوی خپلې ګټې خوندي کوي. نه د افغانستان او نه یې د خلکو ګټې ورته ارزښت لري.               

راپورونه ښیي؛ ترمپ په واک کې د پاتي کېدو د نېټې تر پایه هڅه کوي، چې له ځان سره همفکره کسان وګماري. تازه نوموړي کریستوفر میلر د امریکا د دفاع وزارت د چارسمبالي په توګه ټاکلی دی.

ویل کیږي، چې نوموړی په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو سرسخت مخالف دی او دا مقرري د ترمپ د هڅو یوه بېلګه یادیږي.

Trending

Exit mobile version