تازه خبرونه

متقي او شویګو د سیمه‌ییز امنیت او د افغانستان او روسیې پر همکاریو خبرې وکړې

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت نن( سې‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز امنیت او امنیتي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت نن( سې‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو مثبت بهیر ته پر نغوته د افغانستان اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو له کبله له روسیې مننه کړې او د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا، منظمو مشورو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان د سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او د مستقیمو اړیکو او عملي همکاریو له لارې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د همکاریو له پراختیا ملاتړ کوي.

دغه راز سرګي شویګو د افغانستان او روسیې اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د افغانستان له هڅو خوښي څرګنده کړې ده.

د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار کړی، چې مسکو به له افغانستان سره سیاسي مشورو او عملي همکارۍ روانې ساتي.

Trending

Exit mobile version