تازه خبرونه
متقي د افغانانو د حج سهمې د زیاتېدا غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په سعودي عربستان کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو وړاندې کولو او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان د حج ونډې د زیاتېدا غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) ترسره شوه؛ دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په سعودي عربستان کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو وړاندې کولو او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
امیر خان متقي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې ارزښتناکې او تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاويو تګ راتګ ته باید ډېره پاملرنه وشي.
هغه د سعودي عربستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د افغانانو لپاره د حج ونډه زیاته کړي او په سعودي عربستان کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدماتو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د سعودي عربستان سفیر په خپله برخه کې د افغانستان او سعودي عربستان دوه اړخیزې اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ، چې هېواد یې غواړي په کابل کې د حضور له لارې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
فیصل طلق البقمي دا هم ویلي، چې دواړه هېوادونه کولی شي په بېلابېلو برخو کې کار وکړي او په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د فعالیتونو د بیا پیلولو هدف د ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل دي.