تازه خبرونه
مزار شریف ته د شبرغان د ګازنللیکې د غزولو کار پیل شو
د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي ويلي، دغه نللیکه ۹۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه د بلخ ولایت مزارشریف ته ګاز لېږدوي.
د کانونو او پتروليم وزارت چارسمبالي شهاب الدين دلاور په شبرغان ښار کې په دې اړه جوړو شویو مراسیمو ته څرګنده کړې؛ د دې پروژې لپاره د حکومت لخوا ۶۰۹ میلیون افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې نللیکې کار به په درې کلونو کې بشپړ شي.
دی وایي، چې د دې نللیکې له لارې لېږدول شوی ګاز به د کود و برق په صنعت، د ښېښې جوړولو او د غضنفر شرکت آی پي پي شرکت د برښنا په تولید کې وکارول شي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له دغې نلليکې څخه ګاز به په نږدې راتلونکي کې وصل او د استوګنې پر کورونو هم ووېشل شي.
د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور څرګنده کړې؛ د هغو قراردادونو پر بنسټ، چې دوی پرې کار کوي، ټولې هغه پروژې به په هېواد کې د ننه د افغان کارکوونکیو لخوا پلې او پر مخ بیول کیږي.
په جوزجان کې د افغان ګاز د تصدۍ رییس اختر محمد منصور څرګنده کړې: دوه ویشت کاله مخکې په دې سیمه کې یوه نللیکه جوړه شوې وه، چې د جګړو له کبله ویجاړه شوې او دا نللیکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۰۰ متر مکعب ګاز ولېږدوي.
دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د قشقري د نفتي حوزې لومړنۍ استخراجي څاه پرانیستله او له ۲۱ برخې یې په رسمي بڼه د نفتو استخراج پیل کړ، چې په نږدې راتلونکي کې به هره ورځ سل ټنه تېل ترې استخراج شي.