لوبی
مسي پر یو نااعلان شوي سفر عربستان ته رسېدلی
په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې نن سهار (دوشنبه د غویی ۱۱ )د ارجنتاین د فوتبال ملي لوبډلې لوبغاړی لیونلمسي په یوه نااعلان شوي سفر د سعودي عربستان ریاض ښار ته رسېدلی دی.
د مسي له خپاره شوي انځور سره د سعودي عربستان بیرغ ښکاري او ځینو سرچینو د دغه انځور له خپرولو سره ویلي، چې مسي په ریاض کې دی.
ریاض ته د مسي د سفر لامل نهدی څرګند؛ خو نوموړی له څه مودې راپدیخوا د سعودي عربستان د سیاحت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د دغو انځورونو له خپرېدو وروسته د سعودي عربستان د ګرځندوی وزیر احمد الخطیب په سعودي عربستان کې د لیونل مسي حضور تائید کړی او وایي: زه د سعودي د سیاحت سفیر مسي او د هغه کورنۍ ته، چې بیا یې زمونږ هېواد ته سفر کړی؛ هرکلی وایم.