تازه خبرونه

مسکو له اسلامي هېوادونو سره همکاري روانه ساتي – ولادمیر پوتین

دا غونډه یو مهم نړیوال فورم دی، چې موخه یې د نړیوالې همکارۍ زیاتوالی او په ځانګړي توګه د روسیې او د اسلامي همکاریو ټولنې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۴, ۱۴۰۴

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کازان کې د روسیې- اسلامي نړۍ د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د هرکلي پر مهال ویلي، چې مسکو له سختو نړیوالو شرایطو سره – سره له اسلامي هېوادونو سره همکاري روانه ساتي.

دا غونډه یو مهم نړیوال فورم دی، چې موخه یې د نړیوالې همکارۍ زیاتوالی او په ځانګړي توګه د روسیې او د اسلامي همکاریو ټولنې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده.

دا غونډه نن( د غویی پر درویشتمه د ولادمیر پوتین پر پرانیستونکې وینا پیل شو او د غویی تر اته‌ویشتمې) به په کازان ښار کې روانه وي.

پوتین ویلي، چې هغه به له دې هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

ولادیمیر پوتین وایي:” له پېړیو راپدېخوا زمونږ څو توکمیز هېواد د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره پراخې همکارۍ ته پرانیستی دی او نن له سختو نړیوالو همکاریو سره – سره مونږ په مؤثره او دوامداره توګه اقتصادي، علمي، تعلیمي، بشري او سیمه‌يیزو اړیکو ته پراختیا ورکوو”.

د اسلامي امارت چارواکي هم دې غونډې ته بلل شوي او ټاکل شوې، چې له افغانستان څخه یو پلاوی په دې غونډه کې ګډون وکړي.

یو شمېر کارپوهان دا فرصت د افغانستان لپاره ارزښتناک ګڼي، چې له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړي توګه له مشترک المنافع هېوادونو سره نور تعامل او همکاري وکړي.

که څه هم روسیه اسلامي امارت پر رسمیت نه‌پېژني؛ خو په وروستیو میاشتو کې یې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم وغځولې، چې په کې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه وایستل شو.

Trending

Exit mobile version