تازه خبرونه

مغرضو کړیو د ملګرو ملتونو ټولنه یرغمل کړې او زمونږ پر ضد کارول کېږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ټولنه مغرضو کړیو یرغمل کړې او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد کارول کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۵) په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان پر سرتاسری امنیت، عمومي بښنې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په داخلي عوایدو د بودجې  چمتو کولو، ټول هېواد ته د تعلیمي بهیر غزولو او د افغانستان څوکۍ افغانانو ته سپارلو بحث نه‌دی شوی او د فشار او تحمیل پر سیاست ترکیز وشو.

هغه څرګندوي، چې مغرضې کړۍ اوس هم له مونږ سره په جګړه اخته دي او د ملګرو ملتونو سازمان يې یرغمل کړی او زمونږ په وړاندې يې کاروي

ذبیح الله مجاهد وايي: په دې ناسته کې اړینه وه، چې د ملګرو ملتونو د تور نوملړ د ختمولو، د بندیزونو د لرې کولو، د افغانستان د غصب شویو پیسو د خلاصون او په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو او افغانانو ته د افغانستان د چوکي د ورکړې په اړه خبرې شوې وای او د حل لار ورته  لټول شوې وای.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان خلک خپل نظام او امارت پېژني، پخپلو مشرانو باور لري او د خپل نظام بشپړ ملاتړ کوي.

هغه دا هم ويلي؛ د افغانستان د خلکو لپاره د خپل دين لارښووني لومړيتوب لري او د هېواد ملي ګټې ورته مهمې دي. د دې سترو موخو لپاره یې سرښندنې کړي او ترې ساتنه او څارنه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د سې شنبې پر ورځ په نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ د اسلامي امارت هغه سیاستونه چې د ښځو د محرومیت سبب کیږي، نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه‌دي.

اوتنبایوا وویل، ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو د حقونو او د اسلامي امارت له چارواکو سره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو د اړتیا په اړه خپل اعتراضونه راپورته کړي؛ خو له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل پر مثبت لوري روان شوی نه‌دی.

اوتونبایوا په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د مالي منابعو د نه‌شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

هغه ویلي ۱۵.۲ میلیون افغانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ښايي په راتلونکیو میاشتو کې له قحطۍ سره مخ شي.

په دې کتنه کې د امريکا استازې د ملګروملتو ټولنې له امنيت شورا څخه وغوښتل؛ پر اسلامي امارت فشار راوړي، له افغان ولس سره جدي خبرې وکړي، دهغوى له هيلو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو سرغړونې پاى ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version