روغتيا

ملاریا ناروغي اوس هم په افغانستان کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، چې د افغانستان ۲۷ سلنه نفوس په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ملاریا له لوړ خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام څرګنده کړې، چې د افغانستان ۲۷ سلنه وګړي د ملاریا د لوړ خطر په سیمو کې ژوند کوي، ۵۰ سلنه یې په متوسطه خطر کې او ۲۳ سلنه نور په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ملاریا د خپریدو خطر په کې نه وي یا خورا ټیټ وي؛ ژوند کوي.

روغتیایي شوراګانو د ملاریا د نویو تشخیص شویو قضیو له ۹۰ سلنې څخه ډېر راپور ورکړی او د ملاریا د شکمنو او تائید شویو قضیو لپاره له ۵۰ سلنې څخه زیات د کلوروکین درمل تجویز شوي دي.

ډاکټر ادریس ویلي؛ ملاریا یوه وژونکې ناروغي ده، خو پر وخت تشخیص او له سمې درملنې سره کولی شو ځان ترې وژغورو.

ډاکټر فرید عمري ویلي؛ ملاریا کولی شي د شدید انتاناتو لامل شي او که په وخت یې درملنه ونه‌شي؛ نو د مړینې لامل کیدی شي.

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې روغتیايي ستونزې هومره د اندېښنې وړ نه ګڼي لکه څومره یې، چې نړیوالې ټولنې یادونه کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ويلي، چې وزارت یې د دغه ډول ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي هڅه کوي او نړیوالې ټولنې په خپلو راپورونو کې مبالغه کوي؛ ځکه وضعیت هغسې خراب نه‌دی لکه څنګه، چې راپور ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې ویلي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۱۰ میلیون کسان پر ملاریا اخته کیږي او شاوخوا ۴۴۰ زره نور د دغې ناروغۍ له کبله مري، چې ډېري قربانیان یې ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version