تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې بېړنۍ غوښتنه وکړه
ملګرو ملتوتو او یوشمېر نورو بنسټونو له نړوالو مرستندویانو غوښتي، چې افغانستان ته د مرستو رسولو ژمنې چټکې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر فيليپو ګراندي د کډوالو عالي کمشنرۍ ۷۲ کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید پر لارو چارو غور وشي.
فيليپو ګراندي تېره مياشت په کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو او مهاجرينو پر چارسمبالو سربېره د کابيني له ځينو نورو غړیو او چارواکو سره ليدلي دي.
نوموړي زياته کړې، چې ده تېره مياشت افغانستان ته سفر کړی و او هلته يې وضعيت له نږدې څارلی، چې باید له هر ډول قيد او شرط پرته مرستې وشي او که داسې ګام وانخيستل شو؛ نو هلته به نه یوازې بشري ناورين رامنځته، بلکې ستونزې به هم ډېرې شي او د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر پر زياتېدو سربېره ښايي ګڼ شمېر خلک بهر ته ووځي.
د یو ان ايچ سي ار مشر ويلي: له يوه لاسه ټک نه خيژي؛ خو که له شخصي ګټو تېر شو او ډاډمن ګامونه پورته کړو، نو پر ستونزو برلاسي کېدل شوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پیل کې افغانستان له وچکالۍ، کرونا ویروس سره مخ شو؛ خو د اشرف غني د حکومت له سقوط سره په دې هېواد کې له اقتصادي ناخوالو بشري ناورین زیات شو او که مخ یې ونه نیول شي شونې ده، چې نور هم خراب شي.