تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له ایران څخه د افغان کورنیو د جبري ایستلو پر زیاتېدا اندېښه څرګنده کړه

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران حکومت اوس د افغان کډوالو د کورنیو پر جبري شړلو راڅرخیږي.

Published

on

د مهاجرت نړیوالې ټولنې ويلي، چې په می میاشت کې ۱۵ زره ۶۷۵ افغان کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته جبري راستانه شوي؛ ۱۱ زره ۲۰۱ کورنۍ شړل شوي، چې د اپریل پر پرتله حه نا څه دوه چنده دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران حکومت اوس د افغان کډوالو د کورنیو پر جبري شړلو راڅرخیږي.

د احصائې له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز.کال له جنورۍ څخه تر می پورې له ۴۵۷ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې ۷۲ سلنه یې جبري ایستل شوي دي.

په راستنېدونکو کې ۷۱ سلنه نرینه، ۸ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه ماشومان دي.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د دوشنبې پر ورځ (د غبرګولي دولسمه) په تېرو پېنځه میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدا په برخه کې د پام وړ زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه ټولنې د می په میاشت کې د افغان کورنیو د جبري شړلو په برخه کې ۲۶ سلنې زیاتوالي ته په نغوته(اشاره) کې ویلي: “هغه څه، چې د اندېښنې وړ دي هغه له ایران څخه د ایستل شویو کورنیو په شمېر کې زیاتوالی دی. دا یو نوی بهیر دی؛ ځکه، چې په تېرو میاشتو کې ډېری ایستل شوي کسان مجرد او ځوانان ول.”

د دې بنست احصائیه ښيي، چې یوازې په می میاشت کې ۱۵ زره ۶۷۵ افغان کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته راننوتي. په داسې حال کې، چې دا شمېر د تېر کال په می کې ۶ زره ۸۷۹ و.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د هغو افغان کورنیو شمېر، چې قانوني اسناد نلري او تېره میاشت له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوې دي؛ د تېر کال د می پر پرتله درې چنده لوړ دی.

د ایران د یوې وروستۍ خبرپاڼې له مخې؛ د مهاجرت نړیوالې ټولنې ویلي، چې ایران له بې اسنادو افغانانو څخه غوښتي، چې د جولای له شپږمې مخکې له دې هېواده ووځي. دا پرېکړه کولی شي تر ۴ میلیون پورې افغان کډوال اغېزمن کړي.

له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدا په څپه کې د پام وړ زیاتوالی له پاکستان څخه د جبري شړلو له بهیر سره یوځای د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ ننګونې رامنځته کړې دي. په هر حال اسلامي امارت د افغان کډوالو د شړلو او راستنېدا په برخه کې د ایران له حکومت سره همکاري کوي.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان له اپریل راپدېخوا له ۱۸۰ زره څخه ډېر افغان کډوال جبري ایستلي دي.

دې ټولنې له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانانو جبري راستنېدل سمدلاسه تر هغې ودروي، چې د دوی د خوندي، رضاکارانه او باعزته راستنېدا لپاره شرایط برابر شي.

Trending

Exit mobile version