تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په لغمان کې د کډوالو د ټرافیکي پېښې قربانیانو ته ډاډګېرنه وړاندې کړه
د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.
د افغانستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر د لغمان ولایت اړوند په یوه ټرافیکي پېښې کې د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له کبله د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.
د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې پېښې له کبله د راستنو شویو کډوالو د مړینې او ټپي کېدا له خبر څخه خواشینی شوي او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه شریکوي.
پرون د لغمان ولایت د کابل ـ جلالآباد پر لویه لاره د راستنو شویو کډوالو د کورنیو لېږدوونکی یو باروړونکی موټر واوښت، چې له کبله یې ۵۳ کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته.
د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر ویلي، چې دا پېښه د سرخکان څلورلارې ته نږدې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان، پېنځه ښځې او درې نرینه شامل دي.
ویل کیږي، چې د موټرچلوونکي بېپامي د دې پېښې اصلي لامل دی.