تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل
در این ملاقات موضوعات مهمی درباره وضعیت مهاجرین افغان و همکاریهای دو جانبه مورد بحث قرار گرفت.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له چارسمبالي وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د وضعیت او دوه اړخیزو همکاریو په اړه پر اړینو مسلو خبرې وشوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ د جاپان سفیر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې په تېر کال کې له ایران او پاکستان څخه له راستنو شویو کډوالو سره ۱.۵ میلیون ډالر مرسته شوې وه.
دغه راز نوموړي د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو او همکاریو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له مرستو ستاینه کړې او ټینګار کوي، چې دا مرستې باید سیاسي اړخ ونلري.
هغه د ګاونډ هېوادونو لخوا د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د درولو غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل؛ کډوالو ته دې اجازه ورکړي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
نوموړي د راستنېدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو ستونزمن وضعیت ته هم نغوته( اشاره) وکړه او وایي: “دا خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دا اړینه ده، چې مرستندویه بنسټونه ورته بېړنۍ هڅې و کړي.”