تازه خبرونه
مونږ افغانستان له ناټو سره یوځای پریږدو – امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پرون (یکشنبه د وري ۸) څرګنده کړې، چې امریکايي ځواکونه به له ناټو سره په همغږۍ کې له افغانستان څخه ووځو.
نوموړي سي ان ان ته ویلي؛ دا مونږ ته ډېر څرګند دی ، دا مونږ او ناټو ته پوره ښکاره او څرګنده ده، چې مونږ پر ګډه طرحه کار کوو. مونږ هوکړه کړې، چې په مناسب وخت کې به له افغانستان څخه وځو.
هغه زیاته کړې: هغه څه، چې مونږ پرې راڅرخو هغه د می د نېټې غځول دي. بله مهمه خبره دا ده، چې مونږ د اړوند نیټې په شمول پرلاسلیک شوې هوکړې بیا کتنه کوو. مونږ غواړو له خپلو متحدینو سره د دوی د شنننې او فکر په اړه وغږېږو.
د امریکا سرتېري له افغانستان څخه وځي؛ خو یوازې د څو اوونیو پر توپیر. امریکا تر دې دمه د دوحې تړون بیاکتنه نده کړې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې هم ویلي وه، چې د می پر لومړۍ د امریکایي ځواکونو وتل له تخنیکي پلوه ستونزمن دي.
بایډن زیاته کړې، چې امریکایي سرتېري به په افغانستان کې راتلونکي کال نه وي.
امریکا څرګنده کړې، چې دوی په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لري؛ خو نیویارک ټایمز راپور ورکوي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۳۵۰۰ ته نږدې دی.
سربېره پردې ناټو په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ سرتېري لري.
انټوني بلینکن د امریکایي ځواکونو پر شتون غږېدلی او وایي: په افغانستان کې اوسمهال د امریکایي سرتېرو پر پرتله اروپایي هغه ډېر دي. دوی په دې برخه کې له مونږ سره ډېره پانګونه کړې او له هماغه پیله زمونږ ګډې هڅې روانې دي.
هغه ویلي: دا ډېره مهمه ده، چې مونږ ډیپلوماټیکه لاره ګړندۍ کړو؛ ځکه اوس هرڅوک پوهیږي، چې نظامي حل نشته. باید سیاسي حل وي او پخپله افغانان باید سیاسي حل ته ورسیږي.
دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترکیې ته سفر کړی، چې له ترکي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ به څو ورځې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به طالبان، د افغانستان حکومت او د نورو ښکېلو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
