تازه خبرونه
مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي.
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونهګڼل شي.
نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیتالمال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.
ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.