تازه خبرونه
مونږ د افغانستان په اړه عملي تګلارې په پام کې نیولي – ازبکستان
سعیدوف د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو نههاویایمې سرمشریزې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان له منځنۍ آسیا څخه یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان د ستونزې له حل سره تړاو لري.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي؛ هېواد یې د افغانستان په اړه عملي تګلارې په پام کې نیولي او د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې، ټرانسپورت او انرژۍ د بېخبناوو د پراختیا لپاره مرستې کوو.
سعیدوف د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو نههاویایمې سرمشریزې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان له منځنۍ آسیا څخه یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان د ستونزې له حل سره تړاو لري.
هغه په افغانستان کې پر شته ستونزو خپله خواشینې څرګنده کړې او وایي، چې نړیوالې ټولنې یې حل له پامه غورځولی دی.
سعیدوف ویلي: ازبکستان د افغانستان په اړه عملي تګلاره لري. مونږ د اقتصادي بیارغونې او د ټرانسپورټ او انرژۍ د بېخبناوو په پراختیا کې خپلې مرستې روانې ساتو.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې په ترمذ ښار کې به د افغانانو لپاره د زدهکړې مرکزونه جوړ کړي.
سعيدوف په ترمذ کې د نړيوال سوداګريز مرکز جوړولو ته نغوته کړې او وايي، چې موخه يې د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېريال رامنځته کول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر اقتصاد محوره تعامل او اړیکو ټینګار څرګند کړی دی.
