تازه خبرونه

مونږ د بریټانویانو له‌خوا د افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نه‌وینو – اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ د اشخاصو د محاکمه کولو لپاره مونږ د بریټانویانو له‌خوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نلرو؛ ځکه په هېواد کې مو عمومي بښنه اعلان شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبر د ټولو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې فرمان کې ټولو ته بښنه شوې ده او هیڅوک پر تېرو کړنو نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم محاکمه شوي او نه به هم محاکمه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “هغه راپورونه، چې د ځینو اشخاصو نومونه له افشا کېدو وروسته د دوی د محاکمې په اړه خپاره شوي؛ ناسم او بې بنسټه دي. د استخباراتو ریاست اړتیا نلري؛ هغه اشخاص محاکمه کړي،  چې په عمومي بښنه کې راغلي دي.”

خبرپاڼې زیاته کړې: “د دغو اشخاصو پورې اړوند ټول اسناد او معلومات په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست کې شته دی او مونږ د بریټانویانو له‌خوا افشا شویو اسنادو کارولو ته اړتیا نه‌وینو.”

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې له بښنې فرمان سره – سره؛ هیڅوک به محاکمه یا تر څارنې لاندې ونه‌نول شي. هغه اوازې ناسمې دي، چې پ دې اړه خپریږي. یوازې د خلکو د وېرولو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اندېښنې رامنځته کولو لپاره دي، چې مونږ یې پر کلکه ردوو.

حمد‌الله فطرت ویلي: “د افغانستان اسلامي امارت له هیچا سره د غچ اخیستلو چلند نه‌کوي او هیڅوک حق یا اجازه نلري، چې څوک تعقیب او تر پوښتنې لاندې ونیسي او یا زیان ورورسوي.”

همدارنګه د ډیلي ټیلګراف په ګډون یو شمېر بریټانوي رسنیو د سې‌شنبې پر ورځ د جولای پر بېنځلسمه راپور ورکړ، چې د بریټانیا حکومت د بریټانوي ځواکونو د شاوخوا ۲۵ زره افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو په لېږد او بیا میشتېدنه کې نږدې ۷ میلیارډ پونډه لګښت کړی، چې د پناه غوښتنه یې کړې وه.

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د بریټانیا دفاع وزیر د سې‌شنبې پر ورځ د هېواد پارلمان ته له هغو افغانانو څخه بښنه وغوښته، چې معلومات یې پر ناڅاپي بڼه د “تخنیکي څارنې” له کبله افشا شوي وه.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د نوملړ ناڅاپه افشا کېدل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې رامنځته شول، چې وروسته د بریټانیا حکومت هڅه وکړه، چې په نوملړ کې شاملو افغانانو ژوند د رسنیو له لارې د دې موضوع د راپور ورکولو او په نوملړ کې د شاملو کسانو د لېږدولو د پلان په پلي کولو سره نور هم له خطر سره مخ نه‌کړي.

Trending

Exit mobile version