تازه خبرونه
مونږ د یو میلیون راستنېدونکیو افغان کډوالو مرستې ته چمتووالی نیسوـ دبلیوافپي
(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۲)
د خواړو نړيوال پروګرام مشر ويلي؛ دا بنسټ له يو ميليون افغانانو سره د مرستې لپاره، چې خپل هېواد ته راستنیږي چمتووالی نیسي.
د خواړو نړيوال پروګرام مشر سندي مکین وايي، د خواړو نړیوال پروګرام د پاکستان په پولو کې پر ۶۰ زره راستنېدونکیو افغان کډوالو خوراکي توکي وېشلي دي.
د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام مشر په پاڼه کې ليکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره له زلزله ځپلیو افغانانو سره د مرستې لپاره پوره مالي سرچينې برابرې شوې نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته هره ورځ زرګونه افغانان افغانستان ته راستنیږي.