نړۍ
مونږ له اسرائیلو څخه د نطنز د چاودنې غچ اخلو- ایران
ایران اسرائیل د نطنز د اټومي تاسیساتو په چاودنه کې پر لاس لرلو تورن کړی دی.
رویټرز د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د څرګندونو له مخې په ډاګه کړی، چې دغه هېواد خبرداری ورکړی، چې د دغو ویجاړیو بدل به واخلي.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده څرګنده کړې: په نطنز کې، چې څه پېښ شوي؛ دا د ایران اسلامي جمهوریت په خاوره کې اتومي ترهګري وه.
سعید خطیب زاده زیاته کړې: د نطنز ځواب له اسرائیلو بدل اخیستل دي او اسرائیل نشي کولی د ایراني خلکو له جیبه لګښت وکړي.
صهیونیسټي نظام ځینې کړنې ترسره کړي او ځینې خبرونه یې عام کړل. د بهرنیو چارو وزارت د سیسټم تنظیمولو مسوولیت لري او دا د بندیزونو لرې کولو لپاره د سیسټم د پالیسیو په چوکاټ کې وروستۍ هڅه ده.
ایرانيو چارواکو د نطنز تاسیساتو ته د زیان د کچې په اړه ویلي: “د زیانونو کره کچه باید پخپله د اټومي انرژۍ سازمان لخوا اعلان شي. اوس خورا وختي دی او دوی د هر سانټریفیوژ په اړه څېړنې کوي.
نړۍ
د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نهدي.
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوريغوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نهکړي.
د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.
شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوريغوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوريغوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.
نړۍ
د میانمار پوځ پر ملکي وګړو بریدونه ډېر کړل
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
د شخړو د څارنې یوې ادارې ویلي، چې په میانمار کې د نوې ادارې له واک ته رسېدا وروسته پوځ پر ملکي وګړو خپل بریدونه پراخه او ډېر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو له میانمار سره د اړیکو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي.
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
دې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې:« د میانمار د پوځ د قومندې له بدلون وروسته، ملکي وګړي له سختو ځپنو او ډېرو هوايي بریدونو سره مخ شوي دي.»
دې ادارې زیاته کړې، د میانمار پوځ په منظم ډول له جنګي جټ الوتکو څخه د ټاکل شویو موخو پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کار اخلي.
د میانمار حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نهدی ښودلی.
په میانمار کې کړکېچ له هغې وروسته پیل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ز.کال په فبرورۍ کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ. دې اقدام کورنۍ جګړه رامنځته کړه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېځایه کړي دي.
له هغې وروسته د میانمار پوځي مشر مین آنګ هلاینګ د پوځ مشري خپل نږدې ملګري«یه وین او» ته وسپارله. د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې، چې مهمې کانیزې زیرمې او سوداګریزې لارې لري؛ نوي عملیات پیل کړي دي.
د شخړو د معلوماتي پروژې ادارې خبرداری ورکړی، چې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د کمېدا احتمال کم دی؛ ځکه پوځي حکومت هڅه کوي، چې د مین آنګ هلاینګ له پوځي مشرۍ څخه هېوادنۍ مشرۍ ته له لېږد وروسته خپل کنټرول پیاوړی کړي.
په ډلهییزو وژنو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي
د څارونکې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲ ډېرې ډلهییزې وژنې ثبت شوې دي، چې له کبله یې له ۴۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه قربانیان د «انیار» په مرکزي سیمه کې وژل شوي دي.
د مې په میاشت کې د میانمار سلګونو پوځیانو په «مییت چای» ښار کې عملیات کړي او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» ادارې ویلي، چې په روان کال کې د میانمار د پوځ کړنې ښيي، چې پر ملکي وګړو د ځپنې کچه راکمه شوې نهده، بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.
په همدې حال کې د میانمار سیاسي وضعیت په سیمه کې د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدا لامل شوی دی. مین آنګ هلاینګ د هند او چین په ګډون د سیمې مهمو هېوادونو ته سفرونه کړي او له د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې«آسیان» سره اړیکې هم بېرته زیاتې شوې دي.
آسیان د ۲۰۲۱ز.کال له کودتا وروسته د میانمار پوځي مشران له خپلو رسمي غونډو څخه لرې کړي وه.
ټاکل شوې ده، چې مین آنګ هلاینګ د اګست پر شپږمه او اوومه تایلینډ ته سفر وکړي؛ دا سفر د هغه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا لپاره بلل شوی دی.
نړۍ
که ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
ترمپ دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په «ټروت سوشیل» پاڼه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې له لنډمهالي اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي؛ که تهران په هرمز تنګي کې هره بېړۍ د توغندي، راکټ، بېپیلوټه الوتکې یا بلې هرې وسلې پر مټ تر برید لاندې راولي، امریکا به یې په ځواب کې د ایران یو پل، برښناکوټ یا تهران ته نږدې نورې مهمې بېخبناوې تر برید لاندې ونیسي.
ترمپ دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په «ټروت سوشیل» پاڼه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې له لنډمهالي اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ نور هم ژور شوی او د هرمز تنګي د کنټرول پر سر سیالۍ، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، د پراخې شخړې د رامنځته کېدا اندېښنې ډېرې کړې دي.
بل لور ته د نړیوالو حقوقو یو شمېر کارپوهانو او د نړۍ مشرانو د ایران د پلونو او برښناکوټونو د پر نښه کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو خلاف بللې دي. د دوی پر وینا، پر ملکي بېخبناوو بریدونه د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې واقع کېدی شي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
تحول3 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
سوداگري2 days agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
څار3 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد کمرنګه اړيکې
