تازه خبرونه

مونږ له افغانستان سره د رغنده او ملاتړ کوونکې اړیکې غوښتنه کوو

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د وینا تر څنګ په یوه اجرائیوي فرمان کې تعرفې اعلان کړې.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا لخوا پر افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د ۱۰ سلنې تعرفې لګولو په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان یو په وچه کې پروت مخ پر وده هېواد دی او د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې (WTO) غړی هم دی. د امریکا دا کړنه به د افغانانو لپاره په ځانګړي توګه لاسي صنایعو، نوې مخ پر ودې سوداګرۍاو ښځینه متشبثینو ته زیان ورسوي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د وینا تر څنګ په یوه اجرائیوي فرمان کې تعرفې اعلان کړې.

په دې اجرائیوي فرمان کې ټرمپ ویلي؛ په داسې حال کې، چې د امریکا سوداګریزه پالیسي د متقابل عمل په اصل جوړه شوې؛ خو سوداګریزو شریکانو یې د امریکا پر محصولاتو مالیې او خنډونه لګولي، چې دې هېواد ته یې زیان رسولی دی.

هغه ویلي؛ تعرفې یو لګول یو غبرګون و، چې د اپریل پر پېنځمه به د امریکا په ټولو وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي؛ خو پر هېوادونو اضافي تعرفې به د اپریل پر نهمه پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی: “که تاسې غواړئ، چې د تعرفې کچه مو صفر وي؛ نو تاسې خپل محصول دلته په امریکا کې جوړ کړئ.”

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګرۍ ټول حجم په کال کې د ۸ میلیون ډالرو او ۱۰ میلیون ډالرو ترمنځ دی.

په ورته وخت کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د امریکا له حکومت او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په خپلو سوداګریزو معاملو کې رغنده او ملاتړي وي، چې افغانستان په نړیواله سوداګرۍ کې فعال او اغېزمن رول ولوبوي.

د وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکا باید د تعرفو د لګولو پر ځای د افغانستان ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې دا ډول سوداګریز فشار کولی شي د هېواد اقتصادي وده زیانمنه کړي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، افغانستان یو مخ پر پراختیا او اړمن هېواد دی، چې سوداګریز فشارونه پرې کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان  له امریکا څخه په بېلابېلو برخو کې د نویو وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ وارداتو ته اړتیا لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي تېره اونۍ ویلي وه: “دا به بې له شکه مونږ تر یوې اندازې پورې اغېزمن کړي. زمونږ سوداګري له امریکا سره کوچنۍ ده؛ خو مهم توکي صادرېږي. لکه لاسي صنایع، یو صنعت، چې ښځې په کې په ځانګړي توګه کار کوي.

هغه وایي: “لاسي صنایع لکه خولۍ صادرېږي. وچې میوې او ځینې وختونه تازه میوې او غالۍ هم صادرېږي،چې زمونږ د هویت په پېژندنه کې اړین دي”.

د وچو میوو د صادرونکو د اتحادیې مشر عبدالقاسم امرخېل ویلي: “د ۱۰ سلنه تعرفه ظالمانه او غیرقانوني ده. دا هېواد چین یا اروپا ندی، بلکې افغانستان دی. امریکا ته زمونږ د وچو میوو صادرات دومره لوړ ندي. دا شاوخوا ۱۰ میلیون ډالر دي. مونږ له امریکا څخه غواړو، چې په دې پرېکړه بیا غور وکړي. دوی باید زمونږ کنګل شوې شتمني هم خوشې کړي.”

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان  له امریکا څخه په بېلابېلو برخو کې د نویو وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ وارداتو ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې که څه هم افغانستان پر پورتنیو توکو صفر تعرفه ټاکلې او صادروونکو هېوادونو ته یې ترجیحي تعرفې هم په پام کې نیولې دي.

 

Trending

Exit mobile version