تازه خبرونه
مونږ له هند او افغانستان سره د پاکستان د اړیکو منځګړيتوب نلرو
د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو څرګندونو کې راغلي؛ شخړې باید د دواړو لوریو ترمنځ؛ د ۱۹۷۲ ز.کال د سېملا تړون او د ۱۹۹۹ ز.کال د لاهور خبرپاڼې له مخې؛ دوهاړخیزې حل شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له هند او افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کې د منځګړي رول نلري؛ خو که ترې وغوښتل شي، د مرستې لپاره چمتو دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرو شوو څرګندونو کې راغلي؛ شخړې باید د دواړو لوریو ترمنځ؛ د ۱۹۷۲ ز.کال د سېملا تړون او د ۱۹۹۹ ز.کال د لاهور خبرپاڼې له مخې؛ دوهاړخیزې حل شي.
دغه څرګندونې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د کلنۍ خبري غونډې له ترسره کېدا مخکې د لیکل شوې بڼې پوښتنو په ځواب کې له هغې وروسته خپرې شوې، چې د وخت د کمښت له کبله ځینې پوښتنې ځواب شوې نهوې.
له پاکستان سره د اړیکو په اړه روسیې ویلي؛ په ۲۰۲۵ کال کې سیاسي اړیکې ورسره هغه مهال پیاوړې شوې، چې د چین پر کوربتوب د شانګهای همکاریو ټولنې د سرمشریزې پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره ولیدل.
مسکو همدارنګه د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او څرګندوي، چې د کراچۍ د فولادو کارخونې بیا فعالول، د درمل جوړونې په برخه کې همکاري (په ځانګړي ډول د انسولین تولید) د نړیوال شمال–سویل ټرانسپورټي دهلېز تر چتر لاندې د ازمایښتي بار وړونکو لارو پیل او د پاکستان د تېل او ګاز په سکټور کې د روسیې احتمالي ګډون؛ د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو بېلګو څخه دي. همدارنګه تمه ده، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو دوهاړخیز پروګرام هم تصویب شي.