تازه خبرونه

مونږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو- مجاهد

Published

on

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرون سې شنبه د وږي ۲ یوې خبري غونډې ته ویلي وه، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

نوموړي د نوي حکومت د بهرني سیاست په اړه څرګنده کړې؛ طالبان غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي او له “دوستو هېوادونو” یې وغوښتل، چې له طالبانو سره اړیکو ته لیوالتیا وښیي.

له چین سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل؛ طالبان له چین سره اقتصادي او دوستانه اړیکې غواړي.

مجاهد څرګنده کړې، چې طالبان به د بهرنیو سفارتونو ودانیو ته نه ننوځي او د سفارت په اړوند سیمه کې به امنیتي خدمات وړاندې کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مجاهد ټینګار کړی، چې د القاعده شبکې په ګډون به هیڅ ترهګریزې دلې ته اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکاروي او نه به هم اجازه ورکړ شي، چې د دې هېواد خاوره د ګاونډ هېوادونو پر ضد وکارول شي.

مجاهد په پنجشېر ولایت کې د اوسني وضعیت په اړه ویلي، چې طالبان به دا شخړه د منځګړیتوب او خبرو له لارې حل کړي؛ ځکه، چې طالبان او د افغانستان خلک نه غواړي نور د افغانستان په کوم ولایت کې جګړه او تاوتریخوالی وویني.

مجاهد زیاته کړې؛ طالبان هیله من دي، چې په پنجشېر کې جنګیالي خپلې وسلې پر ځمکه کېدي او  غوښتنو ته به یې پام راواړول شي.

هغه د نوي حکومت د جوړېدو په اړه جزئیات وړاندې نکړل؛ خو وایي، چې طالبان له ټولو سیاسي ډلو سره په نږدې اړیکو کې دي.

په دولتي دفترونو کې د ښځو د کار د دوام په اړه ویل شوي، چې ښځې کولی شي په دولتي دفترونو کې د فعالیتونو له بیا پیل وروسته؛ خپلو دندو ته ستنې شي.

ذبیح الله مجاهد د هېواد اوسني وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې دوی هڅه کوي د خلکو ژوند عادي حالت ته راوګرځوي.

طالبانو لا دمخه ځینې والیان ټاکلي دي او تمه ده، چې د پنجشنبې پر ورځ بانکونه او د پیسو د تبادلې دفترونه بېرته پرانستل شي.

مجاهد له سړکونو څخه د خنډونو د لرې کولو پوره ډاد څرګند کړ او څرګندوي، چې له لرې کېدو سره به یې ورو ورو له نور مال ژوندانه برخمن شو.

مجاهد په روغتیایي، ترانسپورتي او امنیتي برخو کې پر دولتي کارمندانو غږ وکړ، چې بېرته کار ته راشي او ژمنه یې وکړه، چې د هغو کسانو خوندیتوب به هم تضمین کړي، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې د ژباړونکيو په توګه کار کړی او له هغوی یې وغوښتل، چې هېواد خوشې نکړي.

Trending

Exit mobile version